بشري حقونه: د تېرې شپې د تاوترخوالي عاملین دې مجازات شي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، کوم کسان چې تېره شپه د پولیسو او معترضانو تر منځ د تاوتریوالي مسؤل دي، باید مجازات شي.

اعتراض کوونکي وايي، پولیسو تېره شپه د دوی د تحصن پر خیمه برید وکړ، دوه تنه يې ووژل او ۸ نور يې ژوبل کړل.

خو پولیس وايي، د مظاهره‎چیانو په منځ کې وسله‎وال کسان وو او د وسلو سربېره لاسي بمونه هم ورسره وو.

د بشر د حقونو د کمېسیون ویاند بلال صدیقي وايي، د تحصن کوونکو پر وړاندې د پولیسو د تېرې شپې عمل د توجیه وړ نه‎دی.