پوپل: د سږکال تر پایه به د هېواد په صادراتو کې زیاتوالی راشي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وایي چې د روان لمریز کال تر پایه به بېلابېلو هېوادونو ته د صادراتو په برخه کې زیاتوالی راشي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د صادراتو د برخې مسؤل میرزمان پوپل نن سې‌ شنبه ازادي راډیو ته وویل، د دوی وړاندوینې ښيي چې د ۱۳۹۶ لمریز کال تر پایه به ۱۸۰۰۰۰ ټنه تازه مېوه او دغه شان یو مېلیون متره‌ مربع غالۍ بهر ته صادره کړي.

نوموړی وایي چې تېر کال دوی بهر ته ۱۵۰۰۰۰ ټنه تازه مېوه لېږلی وه.

ښاغلي پوپل زیاته کړه:

"سږکال به موږ ۱۸۰۰۰۰ تنه تازه مېوه بهر ته ولېږو او د وچې مېوې په برخه کې به زموږ صادرات سل زرو ټنو ته ورسېږي."

پرون د ولسمشر له‎خوا د افغانستان ـ هند تر منځ سوداګریز هوايي دهلېز پرانیستل شو.

ښاغلی پوپل وایي چې د دغه هوایي دهلېز په پرانیستو سره به د افغانستان د صادراتو کچه څو برابره لوړه شي.