ارزګان چارواکي: ترینکوټ عملیاتو کې ۲۳ طالبان وژل شوي

د ارزګان ولایت سیمه‎ييز امنیتي چارواکي وايي، تېره ورځ يې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د عملیاتو پر مهال د دوه طالب قوماندانانو په ګډون ۲۳ وسله‎وال طالبان وژلي دي.

د دغه ولایت د امنیت امر عبدالقوي عمري نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ يې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ شمال لور ته د افغان ګډو ځواکونو له لوري ځمکني او هوايي عملیات ترسره کړي چې پر مهال يې ۸ وسله‎وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي خو نوموړي د خپل لوري په اړه څه ونه ویل.

ښاغلي عمري زیاته کړه چې د یادو عملیاتو پر مهال یې یو کیلومتر سیمه هم له وسله‎والو طالبانو څخه تصفیه کړې.

له دې سره په دغه ولایت کې د ملي پولیسو د لومړي کنډ ملک زین‎الله ازادي راډيو ته وویل، تېره شپه افغان کمانډو او بهرنیو ځواکونو په ګډه د ارزګان مرکز ترینکوټ اړونده ناکیله نومې سیمه کې د وسله‎والو طالبانو پر مرکزونو چاپې وهلي چې پر مهال يې د دوه طالب قوماندانانو په ګډون ۱۵وسله‎وال طالبان وژل شوي او۱۰ نور ټپيان دي.

وسله‎والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.