سعودي د ایران د سپاه پاسداران د انقلابي ځواک ۳ غړي ونیول

سعودي عربستان وايي، د ایران د سپاه پاسداران د انقلابي ځواک ۳ غړي یې د مرجان د تېلو میدان ته نېژدې په داسې حال کې ونیول چې په یوه بېړۍ کې د سعودي عربستان ساحلي اوبو ته روانې وې.

د سعودی عربستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت پرون دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې له نیول شویو ایراني ځواکونو څخه پوښتنې- ګروېږنې روانې دي.

د دوو هېوادونو ترمنځ اړیکې تردې مخکې هم کړکېچنې وې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د سعودي عربستان د سمندري ځواک له لوري په نیول شوې ایرانی بېړۍ کې چاودېدونکي مواد بار ول او غوښتل یې چې د سعودي عربستان په اړوندو اوبو کې تروریستي برید وکړي.

تر دې وړاندې د سعودي رسنیو وویل چې د دوی سمندري ځواک هغه مهال د خبرداري په توګه هوايي ډزې وکړې چې درې کوچنۍ بېړۍ د سعودي عربستان اړوندو اوبو ته داخلې شوې او په ډېر سرعت د سعودي عربستان د ساحل خوا ته روانې وې.