له اروپايي اتحادیې څخه د بریتانیا د وتلو په باب رسمي خبرې پرون دوشنبه پیل شوې.
له اروپايي اتحادیې څخه د بریتانیا د وتلو د چارو وزیر ډیویډ ډیویس "David Davis" وايي تمه لري چې په خبرو کې به ښه نتیجه ترلاسه کړي.
د اروپايي اتحادیې مرکچي مایکل بارنییر هم ویلي چې له دې اتحادیې څخه د بریتانیا تدریجي او منظم وتل د دواړو خواوو لپاره مهم دي.
بارنییر وايي:
"د خبرو لومړی پړاو په رښتیا هم ډېر ګټور و. په داسې حال کې چې وخت په تېرېدو دی باید پر ځای ګام واخېستل شي."
د ښاغلي بارنییر په وینا یوې ممکنې موافقې ته رسېدل تر دې ښه دي چې هېڅ موافقه ونه شي.
اکثرو بریتانویانو د تېرکال د جون د میاشتې په ټولپوښتنه کې له اروپايي اتحادیې د خپل هېواد وتلو ته رأیې ورکړې.
ټاکل شوې ده چې د ۲۰۱۸ میلادي په مارچ میاشت کې بریتانیا رسماً له اروپايي اتحادیې ووځي.