ابدالي: د افغانستان او هند تجارت به يو مليارد ډالرو ته ورسېږي

د افغانستان په مالونو او توليداتو بار الوتکه د دوشنبې په ورځ هند ته لاړه.

له هغې خوا به درمل او نور مواد افغانستان ته واردېږي.

افغانستان تمه لري، چې د کابل او نوي ډيلي ترمنځ به تجارت يو مليارد ډالرو ته ورسېږي.

صالح محمد صالح په نوي ډيلي کې د افغانستان له سفير شيدا محمد ابدالي څخه د مرکې په پيل کې پوښتنه وکړه، د تجارت د دې نوي پړاو پيل د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره څنګه پرمختګ دى؟

Your browser doesn’t support HTML5

له شيدا محمد ابدالي سره مرکه