د افغانستان جمهور رئیس نن د دوشنبې په ورځ وویل، له هند سره د صادراتو لپاره د هوايي دهلیز پرانیسته به ګڼې ننګونې په فرصتونو بدلې کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني وویل، کوم خلک چې ننګونې جوړوي، باید پوه شي چې افغانان یې په فرصتونو بدلوي.
ولسمشر غني ږوویل:
"تېر سېپټمبر مو په دې موضوع خبرې وکړې، یوازې په څو دقېقو کې دې نتیجې ته ورسېدو چې باید دا کورېډور یا دهلېز جوړ کړو، دا کورېډور یوازې مهم نهدی، په کومه طریقه چې دا دهلېز عملي شوی، دا ده چې موږ په چټکۍ او ګډ کار سره ستونزې په فرصتونو بدلې کړو."
هند ته د افغانستان د صادراتو د دغه هوايي دهلېز د پرانیستې لپاره په کابل کې د هند سفیر، ګڼ سوداګر او نور مقامات د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې سره ټول شوي وو.