وروسته له هغې چې د روژې په میاشت کې کابل د خونړیو انتحاري حملو شاهد و، د افغانستان ولسي جرګه وايي چې دا ځل ملي شورا ته لوړ ګواښونه متوجې دي.
د دغې جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د دوشنبې په ورځ په عمومي غونډه کې، که څه هم په دې اړه زیات معلومات ور نهکړل، خو ټینګار یې وکړ چې دغه موضوع یې له امنیتي مسؤلینو سره شریکه کړې ده.
عبدالروف ابراهیمي وویل:
"لوړ امنیتي ګواښونه موجود دي، هغه څه چې ځینو وکیلانو ورته اشاره وکړه، زه نهشم کولای د مطبوعاتو مخ کې یې ووایم، هغه اندېښنې چې تاسې یې لرئ، موږ ته هم رسېدلي، موږ له امنیتي ارګانونو سره شریکې کړي، هغوی په مسؤلیت سره دغه قضیې څاري."
شااوخوا دوه کاله وړاندې د ملي شورا په پخوانۍ ودانۍ باندې ۷ انتحاریانو ډلهییزه حمله وکړه چې په کم وخت د شورا د ساتونکو له لوري، وکیلانو ته له کوم زیان اړولو پرته لهمنځه یوړل شول.
د ولسي جرګې غړیو وویل چې د دغې جرګې د دارالانشا له لوري ورته خبر ورکړل شوی چې کوم وکیل یا سناتور قصد لري چې انتحاري د پارلمان ودانۍ ته دننه کړي.
د ولسي جرګې غړې نیلوفر ابراهیمي په عمومي غوڼده کې وویل چې ملي شوار دې دغه موضوع جدي تعقیب کړي.
نیلوفر ابراهیمي وویل:
"په لومړي ځل ویل شوي چې وکیل او سناتور د پارلمان داخل ته انتحاري راوړي، له تاسې نه په جدي توګه غوښتنه کوو، هغه څوک چې په دې دندې پوه شوی، حتمي یې نوم هم درته اخیستی، تاسې یې نومونه افشا کړئ، له تاسې او د ملت له کوره په جدیت د دغې موضوع د څېړنې غوښتونکي یوو."
که څه هم د کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه نهوايي، خو د کابل امنیه قوماندانۍ ملي شورا ته د ورپېښو ګواښونو د پخلي تر څنګ وايي چې د شورا شاوخوا یې جدي امنیتي تدابیر نیولي دي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ سرپرست حقنواز حقیار ازادي راډيو ته وویل چې د وکیلانو د موټرو او د هغوی د ساتونکو د تلاشۍ موضوع یې جدي نیولې ده.
ښاغلی حقیار زیاتوي:
"کله چې په دې اړه موږ ته اطلاعات را ورسېدل، موږ هم تقویتي پرسونل زیات کړل، دا سپارښتنه مو ورته وکړه چې په کومو شرایطو او اساساتو وسایط، د وکیلانو ساتونکي څنګه تلاشي او تثبیت کړي، کومو موټرو ته اجازه ورکړي چې شورا ته دننه شي، د چسپکي ماینونو مخنیوی څنګه وکړي، په دې اړه موږ جدي هدایات ورکړي دي."
د کابل د امنیه قوماندانۍ سرپرست وايي چې د ملي شورا د دوانۍ شاوخوا یې ټینګ امنیتي تدابیر نیولي او امنیتي ګزمې یې زیاتې کړې دي.
د چارو کارپوهان وايي چې د داسې انګېزو په اچولو سره چې ګواکې وکیل یا سناتور قصد لري چې انتحاریان د شورا ودانۍ ته داخل کړي، دا د دښمن یو ډول تاکتیک دی چې غواړي شورا د غړیو تر منځ بېاعتباري رامنځته کړي.
د دغو کارپوهانو له ډلې عتیقالله امرخېل وايي چې په دې برخه کې دې کشفي او استخباراتي هلې ځلې زیاتې شي، څو له هر ډول حملو او بېباورۍ مخنیوي وشي.
راپور: رحمتالله افغان