د افغانستان او هند تر منځ نن دوشنبه رسماً هوايي دهلېز پرانیستل کېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیامالدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل چې په لومړي ځل د دغه هوايي دهلېز له لارې هند ته ۶۰ ټنه صادرات لېږدول کېږي.
نوموړی وايي چې د افغانستان او هند تر منځ د هوايي دهلېز په پرانیستلو سره به د دواړو هېوادونو اقتصاد وده وکړي.
ښاغلي پسرلي زیاته کړه:
"هوايي دهلېز د افغانستان د خصوصي سکتور او خلکو لپاره خورا اقتصادي ګټه لري، افغانستان اوس مهال له هند سره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګري لري او د دغه دهلېز په فعالیت سره به یو میلیارد ډالرو ته پورته شي."
د دغه هوايي دهلېز د پرانیستو په مراسمو کې افغان ولسمشر ګډون کوي او په دغه کارګو کې چې له افغانستانه هندوستان ته لېږل کېږي، تر ډېره کرنیز بوټي، وچه او تازه مېوه شامله ده.