د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ یا «یو.ان.اچ.سي.ار» په یوه تازه راپور کې ویلي چې تېر ۲۰۱۶ مېلادي کال څلور اعشاریه اوه میلیونه افغانان په زور بې کوره شوي دي.
د «یو.ان.اچ.سي.ار» دا تازه راپور د جون د ۲۰ مې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور کړی دی.
د دې کمیشنرۍ د بحران په نړیوال کلني راپور کې چې نن دوشنبه د جون په ۱۹مه خپور شوی پهکې ویل شوي چې دا خلک د تاوتریخوالي، جګړو، د بشري حقونو د نه مراعاتېدو او ځورونو په سبب د خپل کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د «یو.ان.اچ.سي.ار»په تازه راپور کې سوریه هغه هېواد بلل شوی چې په څه باندې ۱۲ مېلیونه بېځایه شویو خلکو باندې د نړۍ لومړی هېواد دی چې ډېر خلک یې یا په دننه هېواد کې بېځایه شوي یا هم نورو هېوادونو ته وتلي دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویلي، په مجموعي توګه په ټوله نړۍ کې تېر ۲۰۱۶ مېلادي کال ۶۵ اعشاریه شپږ میلیونه خلک بې کوره کېدو ته اړ شوي چې دا شمېر له ۱۹۵۰ مېلادي کال راهیسې چې دا کمیشنري تاسیس شوې وه، د بېځایه شویو لوړ شمېر بلل کیږي.