د بریټانیا صدراعظمې ټریزا مې د لندن په شمال کې په یو شمېرخلکو د موټر د خېژولو پېښه تروریستي بللې او بېړنۍ ناسته یې ورغوښتې ده.
د لندن په شمال کې پرون شپه ناوخته یوه موټر د فینسبوري پارک ته نېږدې هغه کسان ووهل له جومات راوتلي وو.
په پېښه کې یو تن وژل شوی دی او لس نور ټپيان دي.
د پېښې یو عیني شاهد خالد وویل حمله کوونکو په بې رحمۍ خلک په موټر وهل:
"موټر له کومې اشارې پرته چپې خوا ته تاو شو. قصداً یې دا کار وکړ او بیا یې یوازې خلک په موټر وهل."
د بریټانیا د مسلمانانو کمېټې له حکومته غوښتي چې ژر دې د یادې پېښې په اړه تحقیقات وکړي.
د لندن ښاروال صادق خان ویلي سیمې ته زیات پولیس استول شوي څو د بېلابېلو ډلو د خلکو امنیت تأمین کړي.