په یمن کې پرون یکشنبه لږ تر لږه ۲۵ کسان په هغه هوايي حمله کې ووژل شول چې ګومان کېږي د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف به ترسره کړې وي.
دا برید چې د یمن په روانه جګړه کې د خونړیو بریدونو یو مثال دی د سعودي عربستان سرحد ته نژدې په صعده Saada ولایت کې چې حوثي یاغیان پهکې واکمن دي ترسره شوې ده.
د دې ولایت د روغتیا یو مسؤل چارواکي ویلي دي چې دا هوايي حمله د شدا Shada'a ولسوالۍ په یوه بازار کې شوې.
حوثي یاغیان چې ایران یې ملاتړ کوي او د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف پرضد جګړه کوي، پر پلازمیې صنعا او د دې هېواد د شمال پر زیات شمېر سیمو ولکه ټینګه کړې ده.
د سعودي په مشرۍ ائتلاف چې امریکا یې ملاتړ کوي، د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې راهیسې د حوثي یاغیانو پر سنګرونو هوايي حملې کوي.
د یمن په جګړه کې له لسو زرو زیات کسان وژل شوي او د دې هېواد د عامه تاسیساتو ډیره برخه هم ویجاړه شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، په یمن کې د ډیری ملکي وګړو د مړینې علت هوايي حملې دي.