ایران په سوریه کې د داعش پر اهدافو د میزائیلو برید وکړ

ایران پرون په سوریه کې د داعش پر اهدافو د میزائیلو برید وکړ.

ایران وروسته تر هغې دا حمله وکړه چې داعش ډلې په تهران کې د دې هېواد پر پارلمان او د امام خیمني پر مزار د وروستي برید مسؤلیت اعلان کړ.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک په یوې اعلامیه کې ویل شوي چې د سوريې په دیر الزور سیمه کې د تروریستانو پر مرکز او د راغونډیو پر سیمه يې د منځني واټن ویشتونکو توغندیو حمله کړې ده چې د اعلاميې له مخې ګڼ شمېر تروریستان په کې وژل شوي دي.

د ایران د سپاه پاسداران په بیان کې ویل شوي چې د پاکو وینو تویول به بې ځوابه پرینه‌ږدي.