کونړ ته په راستنو شوو ۲۳۲ کورنیو نقدي مرسته وویشل شوه

له پاکستانه کونړ ته د راستنو شوو ۲۳۲ کورنیو سره نقدي مرسته وشوه.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي نن ازادي راډیو ته وویل چې په تېر او روان لمریز کال کې له پاکستانه کونړ ته ۲۵۹۲ کورنۍ راستنې شوې چې وخت ناوخت ورسره د خوراکي او غیرې خوراکي موادو مرستې شوې دي.

والي کلیمزي وویل، دغه مرسته چې ټوله نېږدې ۵۰۰۰۰ امریکایي ډالره برابریږي، د کونړ د مهاجرینو ریاست په هڅو او له مهاجرینو سره «ای.او.ایم» نړیوال مرستندویه بنسـټ له‎خوا په ۳۲۰ راستنو شوو کورنیو وویشل شوې.

له تېرو نېږدې اوو کلونو راهیسې پاکستاني ځواکونه د کونړ پر خاوره د توپونو ډزې کوي چې تر اوسه په لسګونو کسانو ته په‌کې مرګ ژوبله اوښتې او په سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د کورنیو بې‎ځایه شوو لپاره لا حکومت د هستوګنې ځای نه و برابر کړی چې له پاکستانه د افغان کډوالو بهیر هم را مات شو چې دغه ټول سرپناه او مرستو ته اړتیا لري.