افغان لوبډله ویسټ‎انډیز سره له سیالیو وروسته هېواد ته راغله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ویسټ‎انډیز سره د نړیوالو سیالیو د تر سره کېدو وروسته کابل ته راستنه شوه.

د کرکټ افغان ملي لوبډلې ویسټ‎انډيز سره په دغه سفر کې درې شل اوریزې او درې یو ورځينۍ سیالۍ وکړې چې د شل اوریزو جام کوربه هېواد خپل کړ، خو په یوه ورځنیو سیالیو کې دواړه لوبډلې برابرې شوې.

د درېیو يو ورځینو سیالیو درېیمه او وروستۍ لوبه د باران له امله بې نتیجې پای ته ورسېده، خو په لومړۍ لوبه کې افغانستان او په دوهمه کې ویسټ‎انډيز بریا خپله کړه.

دغه سیالۍ د ۲۰۱۷ میلادي کال د جون په درېیمه پېل او د جون په ۱۴ مه پای‎ته ورسېدې.