د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې د چرګانو د صنعت د ودې او ساتنې په هدف سږکال د هېواد په کچه ۱۸۶ د غوښنو چرګانو لوی او واړه فارمونه جوړېږي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند لطفالله راشد نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د غه راز د روان کال تر پایه دوی غواړي چې ۲۴ د غوښنو چرګانو لوی سوداګریز فارمونه جوړ کړي چې هر فارم د ۳۰ زره چرګانو د ساتلو ظرفیت لري.
د معلوماتو لهمخې، دغه فارمونه د کرنې وزرات او خلکو په مالي ملاتړ جوړېږي.
راشد وایي چې د چرګانو فارمونه په افغانستان کې ښه نتیجه ورکړې او له دې وروسته دوی غواړي د پاکستان له غوښنو چرګانو او هګیو څخه استفاده ونهکړي.