پسرلی: حکومت دې کابل کې د سوداګرۍ پر مخ تړلې لارې پرانیزي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین له حکومته غواړي چې کابل ښار ته داخلېدونکو سوداګریزو توکو پر مخ تړل شوې لارې دې پرانیزي.

د دغې خونې ویاند صیام‎الدین پسرلي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې اوس مهال د کابل په یو شمېر لارو کې کانټینرونه ایښودل شوي او د افغان سوداګرو ترانزیټي توکو اجازه نه ورکول کېږي چې خپل مالونه کابل ته دننه کړي.

ښاغلي پسرلي دغه راز له حکومته وغوښتل، څو د سوداګرو او پانګوالو امنیت لپاره جدي تدابیر ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل ښار کې د وروستیو پېښو په غبرګون کې یو شمېر ښاریانو په ښار کې د تحصن خیمې ووهلې او د کابل ښار ځینې لارې یې بندې کړې.

چې د سوداګرۍ او صنایعو خونې د چارواکو په وینا له همدې امله خصوصي سکټور ته څه باندې ۳۰ مېلیونه ډالره زیان اوښتی دی.