ایراني چارواکي: سعودي د ایراني کب نیونکو پر ۲ بېړیو ډزې کړي

ایراني چارواکي وايي، د سعودي عربستان سمندري ساتونکو په فارس خلیج کې د ایراني کب نیونکو پر دوو بېړیو ډزې کړي او یو کب نیونکی یې وژلی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي چې سعودي چارواکو ادعا کړې چې بېړۍ د جمعې په ورځ د دوی اوبو ته ور تېرې شوې وې نو له دې امله یې ساتونکو ډزې کړي دي.

خو د ایران د کورنیو چارو وزارت پرون شنبه په یوه خبره پاڼه کې وویل چې د سعودي د دې ادعا په اړه څېړنې کوي او پر کب نیونکو حمله یې له بشري اصولو سره مخالفه بللې ده.

سعودي عربستان تبصره نه ده کړې.