د هند او افغانستان "ځانګړی هوايي دهلېز" به نن یکشنبه فعال شي 

د هند او افغانستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو "ځانګړی هوايي دهلېز" به نن یکشنبه فعال شي.

په کابل کې د هند سفیر ازادي راډیو ته وویل چې په دې ډول به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا یو بل ګام واخېستل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونو د نړیوالو اړیکو رئیس اذرخش حافظي پرون ازادي راډیو ته وویل:

"فعلاً خو پروازونه له کابله نوي ډيلي ته پلان شوي خو په راتلونکې کې به له کندهار تر امرتسر او له هغه ځایه کابل ته هم وي."

د نوي ډيلي او کابل ترمنځ د تجارتي مالونو د تبادلې دا "هوايي دهلېز" د پاکستان په فضا کې تېرېږي.

ښاغلي حافظي د افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ سیاسي محیط ته په اشاره وویل چې د پاکستان حکومت لږ تر لږه د ژنیوا د کنوانسیون پر اساس دې بهير ته خنډ نه شي پېښولای.