عراقي پوځ: توانېدلي یو چې د الولید له بندره داعش وباسو

د عراق پوځ وايي، سرتېري یې او سُني قبایلي وسله وال توانېدلي چې د سوریې په پوله کې د الولید له بندره د داعش سختدریځي وباسي.

دا ښارګوټی نژدې درې کاله پخوا داعش یا اسلامي دولت سختدریځې ډلې نیولی و.

د عراق د پوځ په خبرپاڼه کې چې پرون شنبه خپره شوه، ویل شوي چې د امریکا او عراق جنګي الوتکو په جګړه کې د ځمکنیو ځواکونو ملاتړ وکړ.

په عراق او سوریه کې د امریکا له ملاتړه برخمن ځواکونه اوس هلې ځلې کوي چې په دواړو هېوادونو کې د داعش غړي وځپي او هغوی له خپلو اعلان کړیو پلازمېنو څخه وباسي.

داعش په سوریه کې رقه او په عراق کې موصل خپلې پلازمېنې اعلان کړي دي.