چارواکي: داعشیانو په غور کې ۹ ملکیان برمته کړي

د غور ولایت چارواکي تائیدوي چې داعش وسله والو په مرغاب سیمه کې نهه تنه ملکي وګړي برمته کړي دي.

د غور د والي ویاند عبدالحي خطیبي ازادي راډیو ته وویل چې د دغو نهو کسانو برخلیک معلوم نه دی.

خطیبي وویل:

"په مرکز فیروز کوه کې د مرغاب سیمي یو کلی رقسکن نومېږي چې داعش وسله وال پکي حاکم دي، د داعش غړو له ګاونډي کلي بردیز څخه نهه تنه ملکي وګړي له ځانه سره وړي دي چې تر اوسه د هغوی برخلیک معلوم نه دی، ویل کېږي دغه کسان له دې کبله برمته شوي چې د سیمي خلک تر خپل واک لاندي راولي او په دې ډول له هغوی باج واخلي."

د غور د چارواکو په خبره په دغو سیمو کې د دولت د نه واکمنۍ او هم د پېچلو لارو له کبله تراوسه د برمته شویو کسانو د خوشي کېدو لپاره کوم اقدام نه دی شوی.

تر اوسه د دې نهو کسانو دقیق هویت هم نه دی ښودل شوی.