د پروان ولایت د امنیتي ځواکونو د همغږۍ مرکز قوماندان وایي، د وسله والو طالبانو د دوو ډلو تر منځ نښتو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
الوزي احمدي نن ازادي راډیو ته وویل چې دا نښتې پرون ناوخته له خلکو څخه د عشر ټولولو پر مهال د طالبانو د دوو سیمه ییزو قوماندانانو ملا عبدالخالق او ملاحمزه ترمنځ نښه وشوه.
دا پېښه په دره غوربند کې شوې ده.
د ښاغلي احمدي په خبره د دواړو ډلو یو یو غړی وژل شوی دی.
طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې.