امریکا کې د مرمرو ډبرې د یوه پخواني شرکت مشر نیول شوی

په افغانستان کې د مرمر ډبري د استخراج د یوه پخواني شرکت خاوند د امریکا حکومت د غولولو او د شااوخوا شپاړس میلیونه ډالره په نه ورکولو تورن شوی دی.

اعظم دوست د جون پر دیارلسمه نېټه د دالاس فورت وورت په نړیوال هوایې ډګر کې ونیول شو.

۳۹ کلن دوست چې په ادم دوست هم مشهور وو، د پیسو په سپینولو ، درغلیو او د پورنو په غوښتنلیکونو کې د ناسمو معلوماتو په ورکولو تورن دی.

ویل کېږي دی او نورو پوروړیو پنځلس میلیونه او اته سوه زره ډالره د اپیک په نوم امریکایي شرکت څخه ترلاسه کړي وه.

دغه پیسې د افغانستان په لوېدیځ کې د مرمر ډبرو د کان د فعالیت، خوندیتوب او پراختیا په هدف دغه شرکت ته ورکړل شوي وې.

د څارنوالانو په خبره دوست او ملګرو یې دا پیسې خپلو شخصي بانکي حسابونو ته انتقال کړي او وروسته یې ادعا کړې وه چې د پور د پرې کولو لپاره کافي پیسې نه لري.

ویل کېږي تر دې وروسته دوست او همکارانو یې پور ورنه کړ.