امریکا وايي ننګرهار کې د داعشیانو مطبوعاتي مرکز ویجاړ کړی

د امریکا د متحدو ایالاتو پوځ پرون جمعه تائید کړه چې په افغانستان کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې یا داعش د مطبوعاتي چارو مرکز په یوه هوايي حمله کې ویجاړ شوی دی.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قوماندې مرکز په یوه خبرپاڼه کې چې پر ټویټ رخپره شوې ویلي چې د جون په درېیمه، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې په هوايي حمله کې د داعش د وسله والو د مطبوعاتي چارو مسئول جوادخان هم وژل شوی دی.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن ویلي چې د جواد خان وژل کېدل به د داعش مطبوعاتي شبکوته خنډ پېښ کړي، د هغوی د استخدام بهیر به ټکنی کړي او په نړیواله کچه به د هغوی عملیاتي پلان کمزوری کړي.