د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کندهار کې پنځه میاشتې مخکې په بمي چاودنه کې د مشکوکو کسانو د ورسپارلو په اړه یې له کابل څخه رسمي غوښتنه نه ده ترلاسه کړې.
د جنوري میاشتې په دې چاودنه کې چې د کندهار د والي په مېلمستون کې وشوه، د عربي متحده اماراتو د پنځه ډیپلوماټانو په شمول ۱۲ کسان وژل شوي و چې لوړپوړي ډیپلوماټان او چارواکي په کې شامل وو.
پرون د افغانستان د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي کابل کې خبریالانو ته وویل، له پاکستان غوښتل شوي چې په دې چاودنو کې درې لاس لرونکي مشکوک کسان افغانستان ته وسپاري:
"هغو درې مشکوک کسانو نومونه نه یادوم چې موږ یې له پاکستان څخه په رسمي توګه په دې چاودنه کې د لاس لرلو له کبله د سپارلو غوښتنه کړې، خو درې کسان په ټولو شواهد تثبیت شوي په دې چاودنه کې یې لاس درلود، او د دوی ټول معلومات د دوی د نیولو لپاره شریک شوي دي."
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې په دې اړه یې د رسنیو له لارې معلومات ترلاسه کړي او رسمي غوښتنه ترې نه ده شوې.
د کندهار د پېښې په اړه د څو هېوادونو د پلټونکو ګډه ډله څېړنې کوي.
د افغانستان د ملي امنیت ادارې پرون وویل، ددې ټیم څېړنې ښيي چې چاودېدونکي مواد د مېلمستون د اشپز په مرسته د مېلمستون د چوکیو لاندې ځای پر ځای شوي وو.
په دې پېښه کې په وژل شویو کسانو کې په افغانستان کې د عربي متحدو اماراتو سفیر هم شامل و.