پاکستاني چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو په پنجاب ایالت کې د وسله والو پر دوو پټنځایونو برید کړی او دوه مشکوک وسله وال یې وژلي دي.
د پاکستان پوځ نن وویل، دا پېښه په ډېره غازي خان کې پېښه شوې او دې مشکوکو کسانو پر مذهبي مراسمو د برید نیت درلود.
په دې اړه نور جزئیات نه دي په ډاګه شوي.
پرون وسله والو کسانو په پېښور ښار کې د پولیسو پر یوې ګزمې ډزې وکړي او درې تنه پولیس سرتېري یې ووژل.