په چین کې چاودنې اته تنه وژلي

چیني چارواکي وايي، په هغه چاودنه کې چې د یو وړکتون مخې ته وشوه او اته کسان یې ووژل، په کې کور کې له جوړ شوي بم څخه استفاده شوې وه.

د چین د امنیت وزارت نن وویل، په دې چاودنه کې خپل بریدګر هم چې یو ۲۲ کلن سړی و، وژل شوی دی.

د دې وزارت په وینا د سو په نوم دې کس رواني ناروغي درلوده.

څېړونکو د نوموړي له کور څخه داسې مواد تر لاسه کړي چې د بم په جوړولو کې ترې کار اخیستل شوی دی.

همدارنګه د نوموړي د کور په دیوالونو د ” مرګ “ او ” مړینې“ کلمات لیکلي وو.