په غزني ولایت کې سړک غاړې ماین چاودنې درې ملکیان وژلي

د غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي، دد غه ولایت په اب بند ولسوالۍ کې تېر ماځیګر د سړکه غاړې ماین چاودنه کې یوه ښځه او دوه نارینه وژل شوي دي.

د دغه ولایت د امینه قوماندانۍ ویاند فیهم امرخېل تېره ورځ ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې دغه چاودنه د اب بند ولسوالۍ د سپین بند په سیمه کې د ملکي خلکو پر یوه ټونیس ډول موټر رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه چاودنه کې شپږ تنه ملکي وګړي ټپيان شوي هم دي.

امرخېل وویل چې دغه ماین وسله والو طالبانو ځای پر ځای کړی و.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

داپه داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندې هم د دغه ولایت په مرکز کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوه تنه وژلي و.