موحد: تېره اوونۍ د مخدره موادو د قاچاق په تور ۶ تنه نیول شوي

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، د مخدره موادو پر ضد پوليسو او د دې مرکز منسوبينو په تېره يوه اوونۍ کې د مخدره موادو او الکولي مشروباتو د قاچاق په تور شپږ تنه نيولي دي.

د دې مرکز وياند خالد موحد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، ياد کسان له «۲۳» کېلو ګرامه هيروئينو «۱۲۳» ګېلو ګرامه تارياکو او «۱۶۰» ليټره الکولي مشروباتو سره په فراه او ننګرهار ولايتونو کې نيول شوي دي.

ښاغلی موحد زياتوي چې د يادو کسانو دوسيې د مخدره موادو پر ضد د عدلي او قضايي مرکز ته استول شوي چې هلته تر څېړنې لاندې دي.