د ایران قواوو دوه مشکوک وسله وال وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي

د ايران قواوو د دغه هېواد په جنوب ختيځ کې د سنيانو د يوې وسله والې ډلې دوه مشکوک غړي وژلي او پنځه نور نيولي دي.

د ايران يوه وزير سعودي عربستان په ايران کې د تروريستانو په ملاتړ تورن کړ.

د ايران د استخباراتو وزير محمود علوي د چهارشنبې ناوخته وويل، د تروريستانو يوې ٧ کسيزې ډلې غوښتل په سيستان-بلوچستان ولايت کې د چاه بهار بندر پر قرارګاوو حمله وکړي چې وځپل شوه.

د علوي په وينا، د پنځو نيول شويو کسانو له ډلې دوه تنه يې د يوه ګاونډي هېواد وګړي دي او په دې لړ کې يو استخباراتي مامور هم وژل شوى دى.

د ايران دولتي رسنيو راپور ورکړى چې دغه مشکوک کسان د انصار الفرقان ډلې غړي وو.

د ايران سيستان بلوچستان ولايت چې له افغانستان او پاکستان سره پر پوله پروت دى، وخت ناوخت په کې سني سخت دريځي وسله وال د ايران د امنيتي ځواکونو پرضد حملې کوي.