کندز کې هغه ۵ تنه نیول شوي چې د پیسو په بدل کې ماینونه ايښودل

د کندز ولایت چارواکي وايي، هغه پنځه تنکي ځلمیان یې نیولي دي چې وسله والو مخالفینو پیسې ورکولې او دوی یې په بدل کې په کندز ښار کې ماینونه ایښودل.

د کندز د والي ویاند سید محمود دانش پرون په یوه خبري غونډه کې تورن کسان خبریالانو ته وښودل او ویې ویل چې دوی له یوه کال راهیسې په دې ولایت کې تروریستي فعالیتونه کول.

یوه نیول شوي ځوان خبریالانو ته وویل د بلخ ولایت له چاربولک ولسوالۍ څخه د دیني زده کړو لپاره کندز ته راغلی و، خو هلته د ماین د ایښودلو ترینینګ ورکړل شو:

"قاري شفیق ماین راکړ، راته ویې ویل چې ولاړ شه په بازار کې یې پر یوه رینجر موټر نصب کړه او موږ به بیا تاته پیسې درکړو."

د کندز د سیمه ییزو چارواکو په وینا پنځو واړو کسانو ته د ترویستي حملو روزنه په چاردرې ولسوالۍ کې ورکړل شوې ده.

د دولت وسله والو مخالفینو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.