حقیار: کابل کې پر یوه جومات د تېرې شپې حمله کې ۴ تنه وژل شوي

افغان امنيتي چارواکي وايي، د کابل په دشت برچي سيمه کې پر يوه جومات په پرونيو ځان وژونکو بريدونو کې لږ تر لږه ۴کسان وژل شوي او ٨ نور ټپيان شوي دي.

د کابل سرپرست امنيه قوماندان جنرال حقنواز حقيار تېره شپه د دې حملې په اړه ازادي راډيو ته وويل:

"درې ملکيان شهيدان شوي او څلور ملکيان ټپيان شوي، په پېښه کې د پوليسو د يوه ټولي قوماندان شهيد شوى او څلور نور پوليس ټپيان شوي دي."

داعش ډلې په خپل خبري ويبسايټ اعماق کې د دې حملې مسؤليت منلى دى.

دې ډلې تېر ژمی د شیعه ګانو پر یوه بل جومات او همداراز تېرکال په دوبي کې په کابل کې د جنبش روشنايي پر لاریون د انتحاري حملو مسؤلیت هم منلی و.