افراطي ډلې روژه کې پر مسلمانانو باندې د بریدونو په وسیله کوم پیغام رسول غواړي؟

په کابل کې تېر ماښام پر یوه جومات انتحاري حمله کې څلور کسان ووژل شول او اته نور ټپیان شول.

د کابل په دشت برچې سیمه کې پر الزهرا جومات د دې حملې مسؤلیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی.

دې ډلې د افغانستان پر شیعه مسلمانانو د پخوانیو حملو مسؤلیت هم منلی دی.

احمدتکل د افغانستان د سولې او شخړو د مطالعاتو د مرکز له څېړونکي حکمت اعظمي سره مرکه کړې.

ښاغلي اعظمي په پیل کې دې پوښتنې ته ځواب وايي چې افراطي ډلې په روژه مبارکه کې پر مسلمانانو د برید په وسیله د کوم پیغام رسول غواړي:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي حکمت اعظمي سره مرکه.