پوتین وايي، پر مسکو د نویو بندیزونو لپاره هېڅ دلیل نشته

د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین وايي، پر مسکو د نویو بندیزونو لپاره هېڅ دلیل نشته.

د ښاغلي پوتین په خبره پر روسيې د امریکا او لویدیځ د بندیزونو هدف د روسيې پر شاه تمبول دي.

روسيې ولسمشر دا خبرې نن په خپلې کلنی تلویزوني وینا کې وکړې.

د ولادمیر پوتین تر دې خبرو یوه ورځ مخکې د امریکا د کانګرس د سنا مجلس په غوڅ اکثریت پر روسيې د لګول شوو بندیزونو د پرځای پاتې کېدو ملاتړ وکړ.

امریکا او لویدیځو هېوادونو په اوکراین کې د روسيې د مداخلې له امله پر دې هېواد بندیزونه لګولي دي.

د سنا جرګې غوښتې چې پر روسې نوي بندیزونه دې د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د مسکو د لاسوهنې له امله ولګول شي.