له نواز شریف څخه د پانامې اسنادو په اړه تحقیقات پيل شوي

د پاکستان صدراعظم نوزا شریف نن دده د کورنۍ د غړو لخوا د پیسو او له هېواده بهر د کمپنیو د لرولو په قضیه کې د یوه تحقیقاتي پلاوي مخته حاضر شو.

د پاکستان د فیدرالي عدلي اکاډمۍ شاوخوا چېرته چې له شریف څخه پوښتنې کېږي ،سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

نواز شریف خبریالانو ته څه ونه وویل او دا هم معلومه نه ده چې له هغه څخه به د تحقیقاتو لړۍ څومره وخت ونیسي.

د پاکستان په معاصر تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې یو برحاله صدراعظم د دغه شان یوه هئیت له پوښتونو سره مخ کېږي.

له شریف څخه په تحقیق کونکي پلاوي کې چې سترې محکمې ټاکلی، د پاکستان د استخباراتو د ادارې ای ایس ای او پوخي استخباراتو غړي هم شامل دي.

نواز شریف چې پر ځان او کورنۍ يې د پیسو وینځلو تور رد کړی دی له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې په دې قضیه کې تورن شوی دی.

دغه قضايي هئیت تر دې مخکې د شریف له زوی څخه هم تحقیقات کړي دي.