د افغانستان کرکټ بورډ مسؤلین وایي چې د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ درېیمه یو ورځنی سیالي د باران له امله مساوي پایته ورسېده.
د کرکټ بورډ د اړیکو مسؤل فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې د یو ورځنۍ لوبو دغه لړۍ چې یوه یې افغانستان او بله یې ویسټ انډیز ګټلې وه، له همدې کبله دغه د ۵۰ اوریزو سیالیو سیریز مساوي شو.
د ښاغلي هوتک په خبره د کرکټ نړیوالو اوصولو له مخې جام افغانستان ته ورکول شو.