د هرات صنعت کاران دغه ولایت کې یو بل صنعتي پارک غواړي

د هرات ولایت صنعت کاران له حکومت څخه په نوموړي ولایت کې د یو بل صنعتي پارک د جوړولو غوښتنه کوي.

د یاد ولایت د صنعت کارانو د ټولنې مشر حمیدالله خادم ازادي راډیو ته وویل چې هرات یو صنعتي ولایت دی او اوسنی صنعتي پارک د صنعت کارانو ټولې غوښتنې نه شي پوره کولای.

ښاغلی خادم وایي، که چېرې په هرات ولایت کې، یو بل معیاري پارک جوړ شي، صناعت کارن او پانګوال به خپل فعالیتونه پراخ او په زرګونو نورو کسانو ته به هم د کار کولو زمینه برابره شي.