رشوتخور وايي چې د روژه ماتي خواړه، د تنخواه په پیسو اخلم!
د ګوړې اچار په دې خپرونه کې لومړی د هغو لیکونو ځوابونه در اوروو چې اوریدونکو رالیږلي او فیلسوف صیب ېې ځواب ورکوي.
ورپسې مو د هغه روژه تي له حاله خبروو چې بازار ته د یوه شي اخېستلو ته تللی وي خو راوړی ېې بل شی وي!
بیا مو د مرستې له یوې کیسې خبروو.
د یوه قاضي کره مو هم بیایو چې پوه شئ هغه رشوت د څه لپاره اخلي.
په پای کې یو برګ شعر هم در اوروو.
د دغو مطلبونو په اورېدلو که خندا درنه غله نو پوه شئ چې روژې پسې اخیستي یاست!
جوړوونکی : ننګیارنااشنا
Your browser doesn’t support HTML5