د امریکا سنا په غوڅ اکثریت: پر روسیې بندیزونه دې په خپل حال وي

د امریکا د متحد ایالتونو مشرانو جرګې په غوڅ اکثریت موافقه وکړه چې په اوکراین کې د مداخلې لپاره پر روسیې لګیدلي اقتصادي بندیزونه په خپل حال پاتې شي او د امریکا د تېرکال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د مداخلې لپاره پر مسکو نوي بندیزونه ولګول شي.

اووه نوي سناتورانو له دې لایحې سره موافقه وکړه او دوو تنو مخالفت وکړ.

تمه ده چې نن به سنا د دې لایحې د قانوني کېدو لپاره رسمي رأیي ورکړي، بیا به دا لایحه د استازیو جرګې ته ولاړه شي.

په استازیو جرګې کې که څه هم ویل کېږي چې له روسیې سره په دې برخه کې مخالفت د سنا په څېرسخت نه‎دی خو د استازیو جرګې رئیس پاول ریان ویلي دي چې د دې لایحې ملاتړ به وکړي.