ننګرهار کې د دوو تلویزیونونو پر خبریالانو برید غندل شوی

د خبریالانو نړیوال فدراسیون او د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې په ننګرهار کې د دوو تلویزیونونو پر خبریالانو ترسره شوی برید په سختو ټکیو غندلی دی.

دغو دواړو بنسټونو ویلي دي چې د یوه ساختماني شرکت ساتونکو د طلوع تلویزیون خبریال زیارخان او د میوند تلویزیون خبریال سباوون ساحل وهلي دي.

دغه دوه خبریالان د کابل-ننګرهار د لویې لارې د پروژې د کار د ځنډېدو د راپورپه جوړېدو بوخت وو چې برید پرې وشو.

د ننګرهار پولیس وایي چې د دې شخصي شرکت درې ساتونکي له خبریالانو سره د زور زیاتي په خاطر نیول شوي دي.

د ننګرهار ولایت ژمنه کړې ده چې د پېښې تحقیقات به وکړي.