نړیوالې محکمې د سیف الاسلام قذافي د بېرته نیولو غوښتنه کړې

نړیوالې جنایي محکمې د لیبیا د پخواني مشر معمر قذافي د زوی سیف الاسلام قذافي د بېرته سمدستي نیولو غوښتنه کړې ده.

سیف الاسلام قذافي تېره اوونۍ په لیبیا کې وروسته له شپږکاله زندانه د یوې وسله‎والې ډلې له لوري خوشې شو.

په هالنډ کې هاګ محکمې په ۲۰۱۱ کال کې د بشري حقونو پرضد جنایتونو په تور د سیف الاسلام قذافي د نیولو امر کړی و.

سیف الاسلام د لیبیا په لویدیځ کې د زنتان په ښار کې بندي و او ویل کېږي چې د جون په نهمه بخښل شوی او له زندانه خوشې شوی دی.

تراوسه د هغه د اوسېدو ځای نه‎دی معلوم او خپلواکو سرچینو هم د سیف الاسلام د خوشې کېدو خبرونه تردې دمه نه‎دي تائید کړي.