د واشنګټن ډي سي په لمنو کې یوه وسلهوال د امریکا د استازو د جرګې غړی او درې تنه نور ټپیان کړل.
وسلهوال پرون هغه وخت د ویرجنیا په الکساندریا کې پر اسټیو اسکالېس ډزې وکړې چې ده له خپلو ملګرو سره د بېس بال تمرینات کول.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سپینې ماڼۍ په خپله وینا کې چې د تلویزیون له لارې خپرېده وویل:
"چارواکي د دغه جنایت تحقیقات کوي. برید کوونکی له اخېستو ټپونو مړ شوی. ایف بي ای د دې تحقیقاتو مشري کوي او موږ هڅه کوو چې نور معلومات ترلاسه کړو. "
پولیس وایي چې برید کوونکی جېمز هاجکینسن نومېږي. په درېیو ټپیانو کې دوه پولیس دي.
د ټولو ټپیانو روغتیایي حالت ښه دی.