ټېلرسن: واشنګټن له پاکستان سره ډېر پیچلي روابط لري

وروسته تر دې چې د کانګرس یو شمېر غړیو په افغانستان کې د پاکستان پر مداخلې سخت انتقاد وکړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن وویل چې حکومت به یې له پاکستان سره پر سیاسي اړیکو او مرستو له سره غور وکړي.

ټېلرسن پرون د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل چې واشنګټن له پاکستان سره ډېر پیچلي روابط لري.

ټېلرسن زیاته کړه چې دغه اړیکې په افغانستان کې د ثبات په ګډون له یو شمېر پراخو موضوعاتو سره تړلي دي.

په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو استازي دینا روراباکر، ټېلرسن ته وویل، اسلام‎اباد له موږ سره له اوږدې مودې راهیسې دوه مخی چلند کوي او پاکستان پوهېږي چې د ترورېزم اصلي سرچینه د نړۍ په همدې ځای کې ده.

دینا روراباکر بیا وویل، که موږ په افغانستان کې نه بریالي کېږو، نو علت یې په پاکستان کې "ای ایس ای" دی.

روان کال ټاکل شوې ده چې امریکا له پاکستان سره ۷۴۲ میلیونه ډالر مرسته وکړي.