د کونړ یو شمېر سرحدي پولیس د خوراکي توکو له کمښته سر ټکوي

د کونړ د مرورې ولسوالۍ په غاښي کنډو کې پراته افغان پوله‌ساتي پولیس وايي چې خوراکي او نور توکي یې خلاص شوي، ملګري‌ يې ناروغه دي، خو مسؤلین‌ يې د ستونزو د هواري غم نه‎خوري.

د کونړ د غاښي کنډو یوه تن سرتېري د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، شپږ میاشتې کېږي چې په خپلو پوستو کې پراته دي، خو څوک‌ یې پوښتنه نه‌کوي.

دی وايي، د خوراکي توکو د کمي ترڅنګ د څښاک اوبه هم نه‎لري، په ژمي کې يې چې کومې واورې ټولې کړې وې، همغه ویلي کوي او څښي‌ یې چې له امله يې ګڼ ملګري‌ د ګېډې په ناروغیو اخته شوي دي.

خو په ختیځ کې د لومړۍ سرحدي لوا قوماندان جنرال محمد ایوب حسین‎خېل ازادي راډیو ته وویل، دوی د غاښي کنډو او نورو سرحدي پولیسو ته پوره اکمالات کړي او که نورې ستونزې لري، د هغو د حل لپاره به هم تصمیم ونیسي.

ډېری وختونه د کونړ په غاښي کنډو، ناواپاس، بینشۍ او د نورستان په کامدېش او برګېمټال ولسوالیو کې افغان پوله ساتي ځواکونه، د خوراکي او نورو موادو له کمي سره مخ کېږي.