غزني چارواکي: نښتو د یوه قوماندان په ګډون ۱۲وسله‎وال وژلي

د غزني ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه يې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالېو کې د وسله‎والو طالبانو بریدونه په شا تمبولي دي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امرخېل نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره‎ شپه شاوخوا ۱۱ بجې د غزني قرباغ ولسوالۍ اړوند ګامیشک سیمه کې وسله‎والو طالبانو پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې پر مهال یې ۷ وسله‎وال طالبان وژل شوي او درې پولیس هم ټپیان شوي او په خبره چې د پولیسو روغتیايي حالات هم ناسم دي.

نوموړی همدارنګه وايي، په همدې شپه د دغه ولایت په د ده یک ولسوالۍ اړوند تاسن سیمه کې د شپې شاوخوا ۱۲ بجې وسله‎والو طالبانو پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې پر مهال یې ۴ وسله‎وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپيان شول او په خبره چې په یادو بریدونو دوه پولیس هم ټپیان شوي دي.

ښاغلي امرخېل همدا راز وویل چې په همدې شپه وسله‎والو طالبانو د دغه ولایت د واغز ولسوالۍ پر مرکز هم بریدونه وکړي چې پرمهال يې د طالبانو د یو مشهور قوماندان ملا رفیع هم وژل شوی.

نوموړی وايي چې د یادو بریدونو پر مهال د دوی لوري ته کوم زیان نه دی اوښتی.

په ورته وخت کې بیا وسله‎والو طالبانو په یوه‎ خپره کړې خبرپاڼه خپل لوري ته مرګ ژوبله نه مني خو وايي چې د یادو بریدونو پر مهال ګڼو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.