د کرنې او مالدارۍ وزارت مسؤلین وایي چې د کابل د بزګرانو د اقتصادي پراختیا په هدف یې ۶۲۵۰ کیلو ګرامه د زعفرانو پیاز ویشلي دي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند لطفالله راشد ازادي راډیو ته وویل چې د زعفرانو پیاز د کرنې ریاست لهخوا د ۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت، د کابل په ۱۴ ولسوالیو کې ویشلي دي .
زعفران د افغانستان د صادراتو خورا مهمه عایداتي سرچینه ګڼل کېږي.