د هلمند د ګرشک او موسی کلا ولسوالۍ ترمنځ د حصه منار په دښته کې د وسله والو د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ لومړی شخړه شوې ده او وروسته د ملا هبت الله ډلې د ملا محمد رسول پر ډلې باندې موټر بم په واسطه ځانمرګی برید کړی دی.
د والې ویاند عمر ځواک ازادي راډيو سره په خبرو کې پېښه تائید کړه او ویې ویل چې دا پېښه ساعت مخکې رامنځ ته شوې ده او د ملا محمد رسول ډلې اتو نفرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ښاغلي ځواک په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل.
خو د ملي امنیت یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې په دې برید کې څلور تنه وژل شوي او پنځه ټپيان دي.
تراوسه معلومه نه ده چې په وژل شوو کې د وسله والو طالبانو څومره لوړ پوړي چارواکي شامل دي.
خو د هلمند چارواکي وايي چې د ګرشک ولسوالۍ پولیس سېمې ته رسیدلې او وروسته به جزئیات وړاندې شي.
اخوا د وسله والو طالبانو ویاند یوسف احمدي په یوه بیان کې ویلي چې په سامینار دښته کې دوی د ده په خبره د اربکيانو په یوه مرکز انتحاري حمله کړې ده.