د امريکا لوى څارنوال جف سشنز هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د امريکا د جمهوري رياست د تېرو انتخاباتو پر مهال يې له روسي چارواکو سره په پټه لاس يو کړى و.
سشنز پرون سناتورانو ته وويل، دا ډول ادعاوې «ډاروونکي او نفرت پاروونکي دروغ» دي.
جف سشنز زیاته کړه:
"ما نه له روسانو او نه له نورو بهرنيو چارواکو سره، په هېڅ کوم کمپاين يا د امريکا په انتخاباتو کې د کومې مداخلې په باب نه کتلي او نه مې ورسره خبرې اترې درلودې."
د مشرانو جرګې په استخباراتي کمېټه کې د امريکا د لوى څارنوال سوال او ځواب د کانګرس د استماعيه غونډو د لړۍ وروستۍ هغه وه، له څو اوونيو په دې اړه په واشنګټن کې بحثونه روان دي چې د ډونالډ ټرمپ د ادارې غوسه يې پارولې ده.
جف سشنس چې مخکې د انتخاباتو پر مهال د ډونالد ټرمپ د انتخاباتي کمپاين له ملاتړو څخه و، دا منلې چې تېر مېلادي کال يې د امريکا لپاره د روسيې له سفير سرګي کيس لياک سره لږ تر لږه دوه ځلې کتلي، خو ده ويلي، په دغو کتنو کې کوم نامناسب څه نه دي پېښ شوي.