تاشکند او کابل سږ کال خپله سوداګري یو میلیارد ډالرو ته رسوي

تاشکند او کابل غواړي چې د ۲۰۱۷ مېلادي کال تر پایه خپلو کې دوه اړخېزه سوداګري یو میلیارد ډالرو ته ورسوي.

دا خبره پرون سې‌ شنبه د ازبکستان د بهرني تجارت وزیر اېلیور غنیېف خبریالانو ته د افغانستان او ازبکستان د ولسمشرانو تر منځ پر وروستۍ لیدنې د تبصرې پر مهال کړې.

د دواړو هېوادونو ولسمشرانو تېره اوونۍ په استانه کې د شانګهاۍ د همکارۍ د سازمان د مشرانو د غونډې په څنډه کې، له یو بل سره کتلي وو.

د انټرفاکس خبري اژانس د ازبکستان د بهرنۍ سوداګرۍ د وزیر له قوله وايي چې دواړو ولسمشرانو په دې لیدنه کې موافقه کړې چې ازبکستان به د اوږدې مودې لپاره افغانستان ته تر ۳۰۰ زرو ټنو پورې کیمياوي سره، ۲۰۰۰ کرنیز ماشینونه او تر ۲۵۰ زرو ټنو پورې اوړه او نور مالونه صادروي.

تر دې مخکې له ارګه خپرې شوې خپرپاڼې د افغانستان او ازبکستان د ولسمشرانو د لیدنې په اړه ویلي وو چې دواړو لورو په اقتصادي او تجارتي برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي او د ازبکستان ولسمشر د دواړو هېوادونو تر منځ د یو ګډ اقتصادي کمېسیون د جوړولو وړاندیز کړی، څو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا کار وکړي.