عراقي چارواکي وايي، موصل ښار ته نېږدې د بېځایه شوو په یوه کمپ کې، د مسمومو شویو خوړو له امله دوه کسان مړه او سلګونه نور ناروغه شوي دي.
د عراق د روغتیا وزیرې ویلي، د مسمومو شوېو خوراکي موادو د خوړولو په نتیجه کې ۷۵۲ کسان ناروغه شوي دي.
د روغتیا وزیره عادله حماد وایي، دا خواړه د یوه نادولتي سازمان لهخوا د بېځایه شویو کمپ ته ورکړل شوي او دا لا نهده روښانه چې خواړه په قصدي ډول مسموم شوي او که څنګه؟
د بېځایه شویو په دغه کمپ کې هغه زرګونه کورنۍ مېشتې دي چې پر موصل د عراقي ځواکونو له پراخ برید وروسته لهدې ښاره تښتېدلي دي.